۰

لغمان او ننګرهار کې چاودنو درې تنه وژلي

دوشنبه ۷ حوت ۱۳۹۶ ساعت ۰۹:۱۰
سیمه ییز چارواکي وايي، په لغمان او ننګرهار ولایتونو کې د چاودنو له امله شپږو تنو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
لغمان او ننګرهار کې چاودنو درې تنه وژلي
سیمه ییز چارواکي وايي، په لغمان او ننګرهار ولایتونو کې د چاودنو له امله شپږو تنو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه چاودنې تېره ورځ یک شنبې د (کب ۶مه) د لغمان په الیشنګ او د ننګرهار په مرکز جلال آباد کې شوې دي.

د لغمان د والي ویاند سرحدي ځواک وايي، د الیشنګ ولسوالۍ اړوند د ماسموت په سیمه کې په یوه دېره کې پخواني ځای پر ځای شوي ماین چاودنه کړې، چې له امله یې درې ولسي وګړي وژل شوي دي.

په ورته وخت کې د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼی وايي، د مرکز جلال اباد ښار دويمې ناحيې اړوند لغمان هډې سيمه کې چاودنې درې تنه ټپیان کړي دي.

نوموړي زیاته کړه، چې ماین په یوه سراچه ډوله موټر پسې نښلول شوی و، چې له امله یې درې تنه برسېرن ټپیان شوي او نور چا ته په کې زیان نه دی اوښتی.

تر اوسه د دواړو چاودنو مسؤولیت چا پر غاړه نه دی اخیستی.

جمهورخبري آژانس:ننګرهار
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي