له پاکستان د افغان کډوالو د بېرته راتګ لړۍ به ډېره ژر پیل شي

7 حوت 1396 ساعت 9:29

د افغانستان د کډوالو او بېرته راستنېدونکو وزارت وايي، ډېر ژر به له پاکستانه د افغان کډوالو د راستنېدو لړۍ پیل شي.


د افغانستان د کډوالو او بېرته راستنېدونکو وزارت وايي، ډېر ژر به له پاکستانه د افغان کډوالو د راستنېدو لړۍ پیل شي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د دغه وزارت د چارواکو په خبره ټاکل شوې د افغان کدوالو د راستنېدو لړۍ د راروانې مارچ میاشتې له لومړۍ نېټې پیل شي.

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت مطبوعاتي سلاکار حفیظ احمد میاخیل وايي، د کډوالو راستنول د افغان حکومت لومړیتوب دی، خو ټينګار کوي، چې دغه راستنېدل باید د کډوالو په خوښه په تدریجې ډول وي، نه دا چې د پاکستان حکومت پرې فشار راوړي.

نوموړي زیاته کړې، چې د کډوالو د راستنېدو لړۍ له تېرو دریو میاشتو راهیسې بنده و، خو په نېږدې ورځو کې به بیا پیل شي او افغان حکومت یې هرکلی کوي.

د کډوالو چارو وزرت مطبوعاتي سلاکار دا هم و ویل، چې افغان حکومت غواړي کډوال راستانه شي، خو په وینا یې پاکستان دې له هغوی سره سیاسي برخورد نه کوي او نه دې هم کډوال د سیاست قرباني کوي.

باید و ویل شي، چې په پاکستان کې لا هم یو اعشاریه څلور میلیونه راجسټر شوي افغانان ژوند کوي.

په ورته وخت کې په پاکستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ بیان خپور کړی او په بیان کې دا ټینګار شوی، که افغان کډوالو د ستنېدو لپاره نوم‎لیکنه ونه‎کړه له مرستو به بې برخې شي.

دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستیو کې پاکستاني چارواکو په وار وار ویلي، چې افغان کډوال نور باید خپل هېواد ته ستانه شي.

دوی تور پورې کوي او ادعا کوي، چې ترهګرو د افغان کډوالو په کمپونو کې پټنځایونه لري او له هغه ځایه خپل بریدونه تر سره کوي.

خو افغان چارواکي د پاکستان دغه ادعا ردوي او وايي، پاکستان باید کډوال د سیاست قرباني نه کړي، بلکې په خپله خاوره کې د ترهګرو پر ضد رښتینې مبارزه وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 101807

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/101807/

جمهور
  https://www.jomhornews.com