فاریاب کې د امنیتي ځواکونو او طالبانو تر منځ سخته نشته شوې

7 حوت 1396 ساعت 10:07

په شمال کې د پوځ چارواکي وایي، په فاریاب ولایت کې د افغان امنیتي ځواکونو او وسله والو طالبانو تر منځ سخته جګړه رامنځ ته شوې ده.


 په شمال کې د پوځ چارواکي وایي، په فاریاب ولایت کې د افغان امنیتي ځواکونو او وسله والو طالبانو تر منځ سخته جګړه رامنځ ته شوې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې په شمل کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو نه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه جګړې تېره شپه د فاریاب ولایت د پښتونکوټ ولسوالۍ په سرحوض او شکاران سیمو کې رامنځ ته شوې دي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې په دې جګړه کې لس وسله وال طالبان وژل شوي او ۷ نور ټپیان شوي دي.

سرچینه زیاتوي، چې وژل شوي او تپي کسان د ملا وهاف، ملا احمد اکه او ملا طیلاني د ډلې غړي وو.
د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې په دې جګړه کې افغان امنیتي ځواکونو او ولسي وګړو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:فاریاب



 


د مطلب کود: 101810

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/101810/

جمهور
  https://www.jomhornews.com