۰
پاکستان کې افغان سفیر:

زما د استعفا اوازې دروغ دي خو ولسمشر ته مې ویلي چې پر ځای مې بل کس وګماري

دوشنبه ۷ حوت ۱۳۹۶ ساعت ۱۱:۱۱
په پاکستان کې د افغانستان سفیر ډاکتر عمر زاخېلوال هغه ګنګوسې په کلک رد کړې، چې ګنې له خپلې دندې لاس په سر شوی دی.
زما د استعفا اوازې دروغ دي خو ولسمشر ته مې ویلي چې پر ځای مې بل کس وګماري
په پاکستان کې د افغانستان سفیر ډاکتر عمر زاخېلوال هغه ګنګوسې په کلک رد کړې، چې ګنې له خپلې دندې لاس په سر شوی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي زاخېلوال پر خپله فسبوک پاڼه لیکلي، چې له تېرو دوه ورځو راهیسې په خواله رسنیو د ده د استعفا اوازې خپرېږي، چې په وینا یې دا دروغ دروغي دي.

ښاغلي زاخېلوال زیاتوي، چې له له پرون راهیسې یې ځینې دوستان په همدې اړه ورسره اړیکه نیسي، خو په وینا یې هغوی ته یې لنډ ځواب دا دی، چې ما له دندنې استعفاء نه کړې.

نوموړي په خپله فسبوک پاڼه لیکلي« ما له دندنې استعفاء نده کړې مګر پدې وروستیو کې مې ولسمشر ته لیکلی وړاندیز کړی چی زما پر ځای بل کس و ګوماری او تر نوی ګومارنی به زه پر خپل ځای اوسم.»

په اسلام آباد کې افغان سفیر زیاتوي، چې دا تصمیم یې بل هېڅ دلیل، انګیرنه او انګیزه نلري پرته له دې، چې پر دې دنده یې دوه کاله پوره شول او د دندې په پیل کی یې له ولسمشر سره په دوه کالو سلا کړی وه.

دی واړندې وايي، البته ولسمشر ته می ویلی چی د بلی رسمی دندی غوښتنه تری نه لرم تر څو د دې وضاحت هم شوی وي چې زما تصمیم د بلې کومې توقع په موخه ندی.

جمهور خبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي