۰

د هرات د شپږو ولسوالیو ولسوالان بدل رابدل شول

سی شنبه ۸ حوت ۱۳۹۶ ساعت ۰۹:۵۳
د هرات سیمه ییز چارواکي وايي، د سیمه ییزه ارګانونو په وړاندي او د ولسمشر په منظورۍ د دغه ولایت د شپږو ولسوالیو ولسوالان بدل رابدل شول.
د هرات د شپږو ولسوالیو ولسوالان بدل رابدل شول
د هرات سیمه ییز چارواکي وايي، د سیمه ییزه ارګانونو په وړاندي او د ولسمشر په منظورۍ د دغه ولایت د شپږو ولسوالیو ولسوالان بدل رابدل شول.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې چشت، غوریان، ګلران، ادرسکن، کشک کهنه او پښتون زرغون هغه ولسوالۍ دي، چې ولسوالان یې بدل شوي دي.

د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد وايي، د غوریان ولسوال کریم زاهد د چشت ولسوالۍ ولسوال او د چشت ولسوال فرهاد خادمي د غوریان ولسوالۍ ته تبدیل شوي.

د هغه په وینا دغه راز د پښتون زرغون ولسوال نثار احمد پوپل د ګلران ولسوال او د ګلران ولسوال اسدالله نورزی د پښتون زرغون ولسوالۍ ولسوال ټاکل شوی.

دغه راز د کشک کهنه ولسوال سید محمد مودودي د ادرسکن ولسوال او د ادرسکن ولسوال لعل محمد عمرزی د کشک کهنه د ولسوال په توګه ټاکلي شوي دي.

جمهورخبري آژانس:هرات
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي