د مشرانو جرګې د دوهم مرستیال سلاکار له یوه بریده روغ وتلی

8 حوت 1396 ساعت 11:10

سیمه ییز چارواکي وايي، د مشرانو جرګې د دوهم مرستیال سلاکار محمد ولي صاحبزاده په لوګر ولایت کې د وسله والو طالبانو له یوه بریده روغ وتلی دی.


سیمه ییز چارواکي وايي، د مشرانو جرګې د دوهم مرستیال سلاکار محمد ولي صاحبزاده په لوګر ولایت کې د وسله والو طالبانو له یوه بریده روغ وتلی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د لوګر د والي ویاند سلیم صالح زیاتوي، چې وسله والو طالبانو تېر ماښام د محمد آغې ولسوالۍ د واغجان بازار په سیمه کې د مشرانو جرګې د دوهم مرستیال محمد اصف صدیقي د سلاکار محمد ولي صاحبزاده په موتر برید وکړ.

نوموړي زیاته کړه، چې خپله صاحبزاده له دغه بریده روغ وتلی خو دوه ستانونکي یې وژل شوي دي او دوه میله وسله یې طالبانو له ځان سره وړې.

د لوګر د والي ویاند زیاتوي، چې د دې پېښې په تړاو تر اوسه څوک نه دي نيول شوي خو کشفي ارګانونو پلټنې پيل کړې دي.

وسله والو طالبانو هم تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:لوګر
 
 
 
 


د مطلب کود: 101850

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/101850/

جمهور
  https://www.jomhornews.com