د اسلامي هېوادونو د سازمان یا اسلامي کنفرانس سرمنشي ډاکټر يوسف العثيمين وايي، هغوی چې پر ملکي وګړو ځانمرګي بریدونه کوي مسلمانان نه دي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د اسلامي کنفرانس له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د دغه سازمان سرمنشي ويلي چې دا ډول بريدونه د اسلام له مخې د هېڅ ډول توجيه وړ نه دي.
د هغه په وینا څوک چې د ملکي وګړو پر وړاندې ځانمرګي بريدونه کوي، هغوى پر اسلام عقيده نه لري.
د اسلامي هېوادونو د کنفرانس سرمشني له ټولو ديني عالمانو او پوهانو غوښتي چې د يوې فتوا له لارې ترهګري او ځانمرګي بريدونه وغندي.
دغه راز نوموړي له اسلامي هېوادونو او نړيوالې ټولنې غوښتي، چې په دې سخت وخت کې د افغانستان د حکومت او د حکومت په مشرۍ د سولې له پروسې ملاتړ وکړي.
ډاکټر يوسف العثيمين د اسلامي کنفرانس له ټولو غړو هېوادونو غوښتي چې په دې سخت وخت کې د افغانستان له ملي يووالي حکومت څخه ملاتړ وکړي.
د اسلامي کنفرانس سرمنشي ډاکتر يوسف العثيمين دغه څرګندونې د کابل پروسې له کنفرانس مخکې د افغانستان په بېلابېلو سيمو کې د ځانمرګو بريدونو په غبرګون کې کړې دي.
باید و ویل شي دوه ورځې وړاندې د کابل ښار په شش درک ، د هلمند په مرکز لښکرګاه او نادعلي ولسوالۍ کې درې ځانمرګي بريدونه وشول چې له مله يې يو شمېر ملکي وګړو او امنيتي سرتېرو ته مرګ ژوبله واوښته.
جمهورخبري آژانس:کابل