۰

پاکستان بیا پر کونړ ولایت توغندي ویشتلي

سی شنبه ۸ حوت ۱۳۹۶ ساعت ۱۴:۰۰
سیمه ییز امنیتي چارواکي وایي، پاکستاني ځواکونو یو ځل بیا د ډېورنډ کرښې له پورې غاړې د افغانستان پر کونړ ولایت توغندي ویشتلي دي.
پاکستان بیا پر کونړ ولایت توغندي ویشتلي
سیمه ییز امنیتي چارواکي وایي، پاکستاني ځواکونو یو ځل بیا د ډېورنډ کرښې له پورې غاړې د افغانستان پر کونړ ولایت توغندي ویشتلي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د کونړ د امنیه قوماندانۍ ویاند فریدالله دهقان زیاتوي، چې پاکستان ځواکونو له تېرې شپې راهسې د کنړ پر دانګام، ناړې او سرکاڼو ولسوالۍ توغندي ویشتلي.

نوموړي زیاته کړه، چې د پاکستاني ځواکونو له خوا پر دې ولسوالۍ ۱۷۵ توغندي ویشتل شوي، چې ځاني زیان نه لري خو مالي زیان یې اړولی دی.

د هغه په وینا د پاکستاني پوځیانو ویشتل شوې مرمۍ یوه په یوه کور لګېدلې، چې وران کړی یې دي، خو مرګ ژوبله نه لري.

باید و ویل شي، چې پاکستان له تېرو څو کلونو راهیسې د افغانستان په ختیځو سیو زرګونه توغندي ویشتلي، چې ځینو یې له ځان سره مالي زیانونه هم درلودل.

پاکستاني ځواکونه یو ځل بیا پر افغان خاوره پر داسې مهال توغندي ولي، چې هلته اسلام آباد کې د افغان پلاوي او پاکستاني چارواکو تر منځ د اړیکو د ښه کولو او نورو ګڼو موضوعاتو پر سر خبرې اترې پیل شوې او ښايي دغه ناستې درې ورځې دوام وکړي.

جمهورخبري آژانس:کونړ
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي