کابل کې د افغانستان د سولې او له ترهګرۍ سره د مبارزې په خاطر د کابل پروسې ناسته د افغان ولسمشر محمد اشرف غني په وینا پرانستل شوه.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه غونډه همدا نن چهارشنبې د کب ۹ مه کابل کې پرانستل شوه، چې د ۲۰ هېوادونو سربېره د ملګروملتونو، اروپايي ټولنې او ناټو استازي هم په کې برخه لري.
ناسته د ولسمشر محمد اشرف غني په وینا پرانستل شوه او هغه په خپلو خبرو کې یو ځل بیا طالبانو د سولې وړاندیز وکړ او د سولې په تړاو یې یو شمېر غوښتنې مطرحه کړې.
ښاغلي غني د هغه طرحې جزیات هم نړیوالو ته واورول چې پر مټ یې غواړي په افغانستان کې دایمي سولې او ثبات ته لار پرانستلی شي.
د سولې په تړاو د ولسمشر غني له وړاندیزو یو وړاندیز دا و، چې په افغانستان کې د دایمې سولې له پاره دې، اول یو چوکاټ رامنځ، اوربند دې اعلان، طالبان دې د یوه رسمي ګوند په توګه وپېژندل شي او په پای کې دې عادلانه او شفافې ټاکنې تر سره شي.
دغه راز ولسمشر و ویل، چې طالبان هم باید افغان دولت په رسمیت وپېژنې اساسي قانون ومني او د بندیانو د آزادولو او تور لېست څخه د جنګیالیو د لرې کولو یو میکانېزم رامنځ ته شي.
ولسمشر دا وړاندیز هم وکړ، چې د ټولو هغو جنګیالیو یا وسله والو مخالفینو د امنیت له پاره دې تدابیر ونیول شي، چې د سولې له پروسې سره یو ځای کېږي.
هغه د افغانستان د پرمختګ له پاره د ګټورو او بنسټیزو پروګرامونو د پیل او په دې کې د سولې له پروسې سره یو ځای کېدونکو جنګیالیو ته د ځای ورکولو غوښتنه هم وکړه.
دغه راز ولسمشر دا هم و ویل، چې افغان حکومت له پاکستان سره د دولت په دولت هر ډول خبرو ته چمتو دی او غواړي له پاکستان سره د افغان کډوالو په ګډون ټولې ستونزې حل کړي.
نوموړي و ویل افغان حکومت هوډ لري، چې د یوه چوکاټ له مخې له ۱۸ تر ۲۴ میاشتو پورې ټول افغان کډوال له پاکستان څخه بېرته خپل هېواد ته راستانه شي.
ولسمشر و ویل، چې د افغان حکومت دغه وړاندیزوه باید کمروزتیا ونه بلل شي ځکه په وینا یې افغانستان د خپلو امنیتي ځواکونو او ولس پر مټ د بل هر وخت په پرتله پیاوړی شوی دی.
افغان ولسمشر د خپلو خبرو په پای کې یو ځل بیا وویل« اوس پرېکړه د طالبانو د مشرانو او هر طالب په واک کې ده، چې سوله وکړي، زما ومنی سوله وکړی او راشي د افغانستان په ثبات او د دې خاورې په بیا رغولو کې برخه واخلۍ.»
جمهورخبري آژانس:کابل