هلمند کې الماني طالب چې طالبانو ته یې بمونه جوړول نیول شوی

10 حوت 1396 ساعت 9:00

د افغانستان دفاع وزارت او د هلمند سیمه ییز چارواکي وايي، افغان ځواکونو د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې په دغه ولایت کې یو الماني طالب چې طالبانو ته یې بمونه جوړول نیولی دی.


د افغانستان دفاع وزارت او د هلمند سیمه ییز چارواکي وايي، افغان ځواکونو د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې په دغه ولایت کې یو الماني طالب چې طالبانو ته یې بمونه جوړول نیولی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې افغان ځواکونو وړمه شپه د هلمند ولایت د ګرشک ولسوالۍ په میرمنداب سیمه کې د وسله والو طالبانو پر پټنځایونو عملیات کړي.

د ملي دفاع وزارت وايي، په دې عملیاتو کې درې وسله وال طالبان وژل شوي او یو المانی تبع چې د طالبانو غړی و ژوندی نیول شوی دی.

د دغه وزارت ویاند تورن جنرال دولت وزیري ویلي په دې عملیاتو کې د طالبانو څلور مرکزونه ۳ میله کلاشنکوف، ۲ میله راکېټ، یو میل پیکا، یو میل ماشیندار، ۱۶ کړۍ لاسي بمونه، د ماینونو او مهماتو دوه زېرمې له منځه وړل شوي دي.

به ورته وخت کې د هلمند د والي ویاند عمر ځواک ویلي، نیول شوي الماني له طالبانو سره د پوځي سلاکار دنده درلوده او هغوی ته یې ماینونه جوړول.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:هلمند
 
 


د مطلب کود: 101924

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/101924/

جمهور
  https://www.jomhornews.com