هند په کابل کې د شاه توت اوبو بند جوړوي

10 حوت 1396 ساعت 10:18

د هندوستان د بهرنیو چارو مرستیال وزیر ویجي ګوکلي وايي، هېواد به یې کابل کې د شاه توت اوبو بند د جوړلو چارې ډېرې ژر پیل کړي.


د هندوستان د بهرنیو چارو مرستیال وزیر ویجي ګوکلي وايي، هېواد به یې کابل کې د شاه توت اوبو بند د جوړلو چارې ډېرې ژر پیل کړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ویجی ګوکلي د یوه پلاوي په مشرۍ د کابل پروسې په غونډه کې د ګډون په موخه افغانستان ته راغلی و، دغه څرګندونې له افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره په یوه ناسته کې کړې دي.

نوموړي په خپلو څرګندونو کې ولسمشر غني ته ویلي، چې هېواد یې چمتو دی، د کابل شاه توت بند د جوړولو لګښت پر غاړه واخلي او د دغه بند د جوړولو کار پیل کړي.

دغه لیدنه تېره ورځ په ارګ کې تر سره شوې او ولسمشر غني هم د افغانستان د بیارغونې په بېلا بېلو برخو کې د هندوستان هېواد له دوامداره مرستو مننه کړې او د هغو پر دوام یې ټینګار کړی دی.

باید و ویل شي، چې هند وړاندې هم شاه توت بند د جوړولو او لګښت ورکولو ژمنه کړې وه.

د شاه توت بند د کابل په چهارآسیاب ولسوالۍ کې پروت دی، چې د ۱۵۰ میلیونه متره مکعب اوبو د زېرمې او دغه راز له دوه تر پنځه میګاواټه برېښنا د تولید وړتیا لري.

دغه بند چې د کابل د ځمکنیو اوبو د ډېروالي په موخه جوړېږي ښايي ۲۳۵ میلیونه ډالره لګښت ولري.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 101932

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/101932/

جمهور
  https://www.jomhornews.com