۰

د سپینې ماڼۍ د اړیکو مشرې هوپ هېکس خپله دنده پرېښوده

پنجشنبه ۱۰ حوت ۱۳۹۶ ساعت ۱۰:۳۷
د سپینې ماڼۍ د اړیکو مشره هوپ هېکس له خپلې دندې لاس په سر شوې خو تر اوسه دا نه ده معلومه چې نوموړې به د امریکا له ادارې کله په بشپړ ډول دنده پرېږدي.
د سپینې ماڼۍ د اړیکو مشرې هوپ هېکس خپله دنده پرېښوده
د سپینې ماڼۍ د اړیکو مشره هوپ هېکس له خپلې دندې لاس په سر شوې خو تر اوسه دا نه ده معلومه چې نوموړې به د امریکا له ادارې کله په بشپړ ډول دنده پرېږدي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې مېرمن هېکس چې د ولسمشر ټرمپ نېږدې مرستیال هم وه، له څو کلونو راهیسې له ټرمپ سره کار کړی دی.

د سپینې ماڼۍ ویاندې سارا سانډرز ویلي، تر اوسه معلومه نه ده چې اغلې هېکس به د امریکا له ادارې کله په بشپړ ډول دنده پرېږدي.

د هغې په وینا د هېکس استعفا د تېرې سې شنبې په ورځ د مشرانو جرګې د استخباراتو جرګه ګۍ پر وړاندې له شاهدۍ ورکولو سره هېڅ تړاو نه لري.

رپوټونه وايي، هېکس دغې جرګه ګۍ ته د ټرمپ په استازولۍ د بې ضرره دروغو ویلو ته اړایستل شوې خو ټینګار یې دا و چې د امریکا تېرو ولسمشریزو ټاکنو کې د روسیې د مداخلې په تړاو اوسنیو څېړنو ته یې هېڅ دروغ نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي