۰

پاکستان هم د افغان سولې له نوې طرحې ملاتړ کړی دی

پنجشنبه ۱۰ حوت ۱۳۹۶ ساعت ۱۰:۴۵
د پاکستان د ملي امنیت سلاکار ناصر خان جنجوعه وايي، هېواد د سولې په برخه کې د افغان حکومت له نوې طرحې ملاتړ کوي.
پاکستان هم د افغان سولې له نوې طرحې ملاتړ کړی دی
د پاکستان د ملي امنیت سلاکار ناصر خان جنجوعه وايي، هېواد د سولې په برخه کې د افغان حکومت له نوې طرحې ملاتړ کوي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې جنجوعه دغه څرګندونې اسلام آباد کې له افغان سفیر او د ولسمشر له ځانګړي استازي ډاکتر عمر زاخېلوال سره په لیدنه کې کړې دي.

د پاکستانۍ د نېشن ورځپاڼې ویلي، جنجوعه د افغان حکومت دې نوې طرحې په اړه هیله یې ښودلې چې، طالبان به هم په دې برخه کې نرمښت وښيي څو دواړه غاړي له یوې سیاسي لارې مطلوبې پایلې ته ورسېږي.

نوموړي د سولې په اړه د افغان حکومت له نوي طرحې نه د ملاتړ تر څنګ ویلي، چې هېواد یې چمتو دی په دې برخه کې له افغان حکومت سره همکاري وکړي.

د هغه په وینا په افغانستان کې سوله د پاکستان په ګته ده او دوی به د پاکستان د خوندي ساتلو لپاره هم له تروریزم سره د مبارزې په برخه کې د افغان حکومت تر څنګ ولاړ وي.

په ورته وخت کې افغان سفیر هم پاکستاني لوري ته د افغان حکومت د صمیمانه اړیکو غوښتنې او د تروریزم په برخه کې د دواړو هېوادونو د جدي همکارۍ پیغام وړاندې کړي دي.

باید و ویل شي، چې تر دې وړاندې اندونیزیا، اروپايي ټولنې او امریکا هم د سولې په تړاو د افغان حکومت له نوې طرحې ملاتړ کړی او هغه یې بریالی بللې ده.

افغان حکومت تېره ورځ د کب ۹ مه د کابل پروسې په دوهمه غونده کې د سولې په تړاو خپله طرحه وړاندې او له طالبانو سره یې د بې قیده او شرطه خبرو وړاندیز وکړ.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي