۰
پوتین:

داسې وسلې به جوړې کړو چې د نړۍ په هر کونج کې نښه ویشتلی شي امریکا او ناټو: روسیه جګړو ته لمن وهي او د بې ثباتۍ لپاره د وسلو جوړولو سیسټمونه رامنځ ته کوي

شنبی ۱۲ حوت ۱۳۹۶ ساعت ۰۸:۴۸
د روسیې ولسمشر ولادیمیرپوتین ویلي هېواد به یې داسې اټومي وسلې جوړې کړي، چې د نړۍ په هر کونج کې نښه ویشتلی شي.
داسې وسلې به جوړې کړو چې د نړۍ په هر کونج کې نښه ویشتلی شي امریکا او ناټو: روسیه جګړو ته لمن وهي او د بې ثباتۍ لپاره د وسلو جوړولو سیسټمونه رامنځ ته کوي
د روسیې ولسمشر ولادیمیرپوتین ویلي هېواد به یې داسې اټومي وسلې جوړې کړي، چې د نړۍ په هر کونج کې نښه ویشتلی شي.

خو امریکا، جرمني او ناټو د پوتین پر دغه څرګندونو اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي، چې روسیه د نویو وسلو په جوړولو سره د نړۍ ثبات ګواښي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې پوتین د تېرې پنشنبې په ورځ ورځ د خپل حکومت لوړرتبه چارواکو او د پارلمان غړیو ته پر کورنیو مسایلو د خپلو راتلونکو پلانونو پر جزئیاتو خبرې وکړې و ویل، چې د وسلو نوی سیستم یې د امریکا د مزائیلو دفاعي سیسټم خنثی کولاۍ شي.

نوموړي نوموړي دا خبردارۍ هم ورکړي، چې غربي هېوادونه د روسیې د شاته کولو هڅې کوي، خو په وینا یې روسیه به هم به یوازې په فوق العاده شرایطو کې له نویو اټمي وسلو کار اخلي.

پوتین د نویو اټومي وسلو د جوړولو په اړه ویلي« یوشمېر بالستیک مزائیل چې په نړیواله کچه اهداف ویشتلائ شي باید وازمویل شي اوکار یې بشپړ شي، ځیني یې تیار دي او د یو شمېرنورو د جوړولو کار پیل شوی دی.»

د هغه په وینا نوې اټمي وسلې یې پر خپل هېواد د اټمي یا داسې حملې د مخنیوي لپاره جوړې کړې، چې د روسیې د دولت بقا له خطر سره مخامخ کولاۍ شي.

خو د پوتین د دغه وروستیو څرګندونو په اړه امریکا، جرمني او ناټو ژوره اندېښه څرګنده کړې او ویلي یې دي، چې روسیه په دې کار سره نړیوال ثبات ګواښي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د جرمني لومړۍ وزیر انګېلامرکل په دې اړه تلېفوني خبرې کړې او ویلي یې دي، چې داسې وسلې به داټمي وسلو د پراختیا د مخنیوي پر نړیوالو هڅو ناوړه اغېز وکړي.

په ورته وخت کې د ناټو ویاندې پرون په یوه بیان کې ویلي چې د ناټو په اړه د پوتین خبرې تخریبونکې دي او د منلو وړ نه وې.

د ناټو په وینا روسیه په اروپا کې د امریکا او ناټو د مزايلو د ګډ دفاعي سیسټم هدف نه ده او دا تړون په اروپا کې د سړې جګړې بیا پیل یا د وسلو رقابت نه غواړي.

دغه راز د سپینې ماڼۍ ویاندې ویلي، د روسیې حکومت د خپل نړیوال تعهد خلاف، له تېرې یوې لسیزې راهیسې د بې ثباتۍ لپاره د وسلو جوړولو سیسټمونو ته پراختیا ورکړې ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي