د پاکستاني طالبانو مرستیال هم په یوه هوايي برید کې وژل شوی دی

12 حوت 1396 ساعت 9:25

په افغانستان کې د ناټو ځواکونه وايي، د پاکستاني طالبانو مرستیال مشر ریحان محسود هم د دوی په یوه هوايي برید کې وژل شوی دی.


په افغانستان کې د ناټو ځواکونه وايي، د پاکستاني طالبانو مرستیال مشر ریحان محسود هم د دوی په یوه هوايي برید کې وژل شوی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې افغانستان کې د ناټو ځواکونو له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې ریحان د تېرې فبرورۍ په ۲۲ مه د افغانستان په پکتیکا ولایت کې وژل شوی دی.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې محسود له القاعده ډلې سره هم اړیکې لرلې، چې د بهرنیو ځواکونو په یوه هوايي برید کې و وژل شو.

دا په داسې حال کې ده، چې د روان میلادي کال د جنورۍ په ۲۷مه د دغه ډلې مشر هم په پکتیکا کې د بهرنیو ځواکونو په هوایي برید کې وژل شوی و.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 101966

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/101966/

جمهور
  https://www.jomhornews.com