د کورنیو چارو وزارت:

په تېره یوه اونۍ کې نېږدې ۵۰۰ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

12 حوت 1396 ساعت 12:57

د کورنیو چارو وزارت وايي، په تېره یوه اونۍ کې د افغان ځواکونو له خوا د شویو عملیاتو پر مهال نېږدې ۵۰۰ وسله والو مخالفینو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.


د کورنیو چارو وزارت وايي، په تېره یوه اونۍ کې د افغان ځواکونو له خوا د شویو عملیاتو پر مهال نېږدې ۵۰۰ وسله والو مخالفینو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې کورنیو چارو وزارت نن شنبې د کب ۱۲ مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې امنیتي ځواکونو په تېرو ۷ ورځو کې ۱۱۱ ځله ګډ عملیات کړي دي.

سرچینه زیاتوي، چې دغه عملیات، په میدان وردګ، غزني، پکتیکا، پکتیا، لوګر، ننګرهار، زابل، کندهار، اروزګان، هلمند، غور، فراه، فاریاب، جوزجان، قندوز، بدخشان، پروان، او کاپیسا ولایتونو کې تر سره شوي.

د خبرپاڼې د معلوماتو پر بنسټ په دې عملیاتو کې ۳۰۲ وسله وال مخالفین وژل شوي او ۱۸۷ نور ټپیان شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت وايي، افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه همغږۍ او ګډو عملیاتو ته ژمن دي او د هېواد په ګوټ ګوټ کې د امنیت د تامین او د وسله والو د له منځه وړلو له پاره شپه او ورځ هڅې کوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 101978

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/101978/

جمهور
  https://www.jomhornews.com