۰

یوه افغان پلاوي له امریکايي شرکتونو سره په بنسټیزو پروژو خبرې کړې

یکشنبه ۱۳ حوت ۱۳۹۶ ساعت ۰۹:۰۲
د افغان حکومت یوه لوړپوړي پلاوي په امریکا کې له ځینو امریکايي شرکتونو سره په بنسټیزه پروژو کې د پانګونې په اړه خبرې اترې کړي دي.
یوه افغان پلاوي له امریکايي شرکتونو سره په بنسټیزو پروژو خبرې کړې
د افغان حکومت یوه لوړپوړي پلاوي په امریکا کې له ځینو امریکايي شرکتونو سره په بنسټیزه پروژو کې د پانګونې په اړه خبرې اترې کړي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې امریکا ته د تللي افغان پلاوي مشري د ولسمشر د زیربینايي چارو سلاکار محمد همایون قیومي پر غاړه او له ځینو امریکايي شرکتونو سره لیدلي دي.

ښاغلي قیومي له امریکا غږ سره په خبرو کې زیاته کړې، چې له ځینو امریکايي شرکتونو سره یې په لیندنه کې له هغوی غوښتي چې په افغانستان کې په څلورو بنسټیزو او مهمو پروژو کې پانګونه وکړي.

نوموړي ویلي په مشخص ډول یې له امریکایي شرکتونو غوښتي، چې په څلورو بنسټیزه او مهمو پروژو، چې ډېری یې د برېښنا اړوند دي پانګونه وکړي.

په ورته وخت ښاغلي قیومي هغه راپورونه هم په کلکه ردل کړل، چې ګنې دی په امریکا کې له ځینو شرکتونو سره هوکړې لاسلیکوي.

محمد همایون قیومي ویلي، دی یوازې د ولسمشر سلاکار دی او په ارګ کې د سلا مشورې ورکولو دنده پر مخ وړي.

د ولسمشر د زیربینايي چارو سلاکار هغه زیاتوي چې د لاسلیک کولو او وروستۍ پرېکړې حق ولسمشر لري.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي