۰

د سپینې ماڼۍ مخې ته یو کس ځان په ډزو وژلی

یکشنبه ۱۳ حوت ۱۳۹۶ ساعت ۱۲:۵۴
د امریکا استخباراتي سرچینو ویلي د سپینې ماڼۍ مخې ته یو کس خپل ځان د تومانچې په ډزو وژلی دی.
د سپینې ماڼۍ مخې ته یو کس ځان په ډزو وژلی
د امریکا استخباراتي سرچینو ویلي د سپینې ماڼۍ مخې ته یو کس خپل ځان د تومانچې په ډزو وژلی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ویل کېږي، دغه کس د سپینې ماڼۍ شاوخوا پنجرو ته نېږدې شوی او بیا یې پر ځان ډزې کړې دي.

تر اوسه د وژل شوي کس هویت نه دی په داګه شوی خو پولیسو ویلي، چې نورو خلکو ته په ډزو کې زیان نه دی اوښتی.

دا په داسې حال کې ده، چې د تېرې فبرورۍ میاشتې په ۲۳ مه نېټه هم یوې ۳۵ کلنې ښځې د سپینې ماڼۍ شاوخوا پر امنیتي موانعو خپل موټر وجنګاوه.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي