۰

سپينې ماڼې، روسیه په سوریه کې د ملکي وګړو په وژنه تورنه کړه

دوشنبه ۱۴ حوت ۱۳۹۶ ساعت ۰۹:۱۷
سپینه ماڼۍ وايي، روسیې د سوریې په تړاو د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پرېکړه لیک تر پښو لاندې کړی او په دغه هېواد کې یې ملکي وګړي وژلي.
سپينې ماڼې، روسیه په سوریه کې د ملکي وګړو په وژنه تورنه کړه
سپینه ماڼۍ وايي، روسیې د سوریې په تړاو د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پرېکړه لیک تر پښو لاندې کړی او په دغه هېواد کې یې ملکي وګړي وژلي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د سپینې ماڼۍ نه نن دوشنبې د کب ۱۴ مه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې روسي ځواکونو د سوریې په ختیځه غوطه سیمه کې پر ملکیانو بریدونه کړي دي.

امریکا د روسیې دغه بریدونه په کلکه غندلي خو په دې اړه یې هېڅ ډول اسناد او شواهد نه دي وړاندې کړي، چې آیا رښتیا په غوطه کې پر ملکي وګړو بریدونه شوي که څنګه.

په دې خبرپاڼه کې ویل شوي«د امریکا متحده ایالات د روسیې او ایران په ملاتړ د سوریې د رژیم دوامداره پوځي عملیات، چې په غوطه کې یې پیل کړي په کلکه غندي.»

سرچینې ویلي روسیې وروسته له هغې چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا د ۲۴۰۱ پرېکړه لیک له مخې په غوطه کې د ۳۰ ورځو له پاره اوربند اعلان کړ، دغه پرېکړه لیک ته پاملرنه نه ده کړې او په سوریه کې یې د ترهګرو پر ضد درواغجن پوځي عملیات پر سوري ملکي وګړو پیل کړي دي.

روسې تر اوسه په دې اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.

باید و ویل شي، چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا د روانې کب میاشتې په ۶ مه په غوطه کې د ۳۰ ورځو له پاره اوربند اعلان کړ.

جمهورخبري آژانس: نړیوالې چارې
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي