۰
دې نشن:

د پاکستان ناسمو سیاستونو خپلو سوداګرو ته میلیونه ډالر زیان اړولی

دوشنبه ۱۴ حوت ۱۳۹۶ ساعت ۱۰:۱۳
پاکستانی رسنۍ وايي، د افغانستان سره د پاکستان ناسم سیاستونه د دې لامل شوي، چې د دواړو هېوادو په سوداګرۍ کې کمښت راشي او سوداګر میلیونه ډالر زیان و ویني.
د پاکستان ناسمو سیاستونو خپلو سوداګرو ته میلیونه ډالر زیان اړولی
پاکستانی رسنۍ وايي، د افغانستان سره د پاکستان ناسم سیاستونه د دې لامل شوي، چې د دواړو هېوادو په سوداګرۍ کې کمښت راشي او سوداګر میلیونه ډالر زیان و ویني.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د پاکستان دې نشن ورځپاڼې په یوه لیکنه کې ویلي، چې د پاکستان د ناسمو سیاستونو تر ټولو زیات زیان پاکستاني سوداګرو ته اوښتی دی.

د سرچینې په وینا له افغانستان سره د پاکستان ناسم سیاست او ناسم چلندونه د دې لامل شوي، چې د سوداګرۍ کچه نیم په نیمه راټيټه او پاکستاني سوداګر میلیونه ډالر زیان و ویني.

دغه ورځپاڼې د سوداګریزو توکو درول، پر پولو سختي کول، د افغان سوداګرو ځورول، په خیبر پښتونخوا، بلوچستان او نورو سیمو کې افغان سوداګرو ته ستونزې جوړول هغه څه دي چې پر سوداګرۍ یې منفي تاثیر کړی دی.

ورځپاڼې وړاندې لیکلي، سره له دې چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ او ترانزیت ګڼې هوکړې موجودې دي، خو دوی بیا هم نه دي بریالي شوي چې د سوداګرۍ لپاره ښه بستر جوړ کړي.

د ورځپاڼې په باور پاکستان باید سیاست او سوداګري په یوه تله کې و انه چوي او د سوداګرو د ستونزو د حل لپاره لاس په کار شي.

دا په داسې حال کې ده، چې د پاکستان د احصايي ادارې د شمېرو له مخې په ۲۰۱۶ کال پاکستان افغانستان ته ۱.۴۳۷ میلیارد ډالر صادرات کړي وو، خو په ۲۰۱۷ کال کې دا شمېره ۱.۲۷۱ میلیاردو ته راکمه شوه.

همدغه راز د ۲۰۱۷-۱۸ کال د لومړۍ برخې صادرات ۳۱۹ میلیونه ډالره وو.

دغه راز د پاک-افغان د سوداګرۍ د خونو مشر زبیر موتي والا ویلي و، چې له افغانستان سره د اړیکو تر خرابېدو وروسته په پېښور کې د وړو د تولید د ۲۰۰ فابریکو له ډلې یې ۱۰۰ تړل شوي دي.

نوموړي ویلي و، چې مخکې به افغانستان ته په مالونو بار ۷۰۰۰۰ کانتینرونو ته تلل او اوس دا شمېره ۷۰۰۰ ته ښکته شوې ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي