۰

د اسرائیلو لومړی وزیر د امریکا له ولسمشر ټرمپ سره ګوري

دوشنبه ۱۴ حوت ۱۳۹۶ ساعت ۱۳:۵۴
ټاکل شوې د اسرائیلو لومړی وزیر بنیامین نتانیاهو به په واشنګټن کې د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره وګوري.
د اسرائیلو لومړی وزیر د امریکا له ولسمشر ټرمپ سره ګوري
ټاکل شوې د اسرائیلو لومړی وزیر بنیامین نتانیاهو به په واشنګټن کې د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره وګوري.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې نتانیاهو به نن دوشنبې د کب ۱۴ مه د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره وګوري.

نتانیاهو امریکا ته تر سفر مخکې ویلي، چې دی به له ټرمپ سره په بیت المقدس کې د اسرائیل د سفارت د پرانېستلو په مراسمو کې د ولسمشر ټرمپ د ګډون د احتمال په اړه هم وغږېږې.

نوموړي په خپلو خبرو کې له ټرمپ نه د هغې تاریخي پرېکړې له امله مننه وکړه چې بیت المقدس یې د اسرائیلو د پلازمېنې په توګه اعلان کړ.

ټاکل شوې چې په بیت المقدس کې د روانې مارچ میاشت په ۱۴مه د امریکا سفارت پرانېستل شي.

خو اسلامي هېوادونو له وړاندې د ټرمپ دا پرېکړه غندلې او دا یې د فلسطینې مسلمانانو پر حق ښکاره تیری وبلل.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي