د پاکستان د ملي امنیت شورا سلاکار:

په افغانستان کې د روانو ستونزو حل لار یوازې خبرې اترې دي

16 حوت 1396 ساعت 10:11

د پاکستان د ملي امنیت سلاکار نصیر خان جنجوعه ویلي، په افغانستان کې د ستونزو د حل او جګړې ته د پای ټکي اېښودلو یوازینې لار د سولې خبرې دي.


د پاکستان د ملي امنیت سلاکار نصیر خان جنجوعه ویلي، په افغانستان کې د ستونزو د حل او جګړې ته د پای ټکي اېښودلو یوازینې لار د سولې خبرې دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې جنجوعه دغه څرګندونې تېره ورځ سه شنبې د (کب ۱۵مه) له ځینو امریکايي چارواکو سره په خبرو کې کړې دي.

نوموړي په خپلو خبرو کې ټینګار کړی، چې د افغانستان ستونزې جګړیز حل لار نه لري او نظامي تګلاره دغه ستونزې نه شي حل کولای، بلکې د سولې خبرې اترې یوازینۍ حل لار ده.

جنجوعه ویلي د دې وخت دی، چې ټوله انرژي پر سوله ولګول شي نه چې د نظامي قوې په کارولو وغواړو سوله راولو.

ده امریکايي چارواکو ته ویلي، چې  اوږده نظامي ماموریت افغانستان ته ثبات را نه وست. نو د دې وخت دی چې د سولې لپاره هڅه وشي او پاکستان په دې برخه کې مرستې ته چمتو دی.

د پاکستان د ملي امنیت سلاکار د افغان ولسمشر غني د وروستیو څرګندونو هر کلی هم کړی دی او هغه یې د سولې لپاره یو ګټور ګام بللی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 102121

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/102121/

جمهور
  https://www.jomhornews.com