۰

د لومړي ځل لپاره د ننګرهار سبزیجات قزاقستان ته ولېږل شول

چهارشنبه ۱۶ حوت ۱۳۹۶ ساعت ۱۰:۲۲
د کرنې سیمه ییز چارواکي وايي، د لومړي ځل لپاره د ننګرهار سبزیجات د هوا له لارې قزاقستان ته ولېږدول شول.
د لومړي ځل لپاره د ننګرهار سبزیجات قزاقستان ته ولېږل شول
د کرنې سیمه ییز چارواکي وايي، د لومړي ځل لپاره د ننګرهار سبزیجات د هوا له لارې قزاقستان ته ولېږدول شول.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ننګرهار د کرنې رياست چارواکي زیاتوي، چې دا تازه سزيجات تېره ورځ سه شنبې د (کب ۱۵مه)  له کابله قزاقستان ته ولېږدول شول.

د ننګرهار د کرنې ريیس رفېع الله رحيمزي وايي، ټاکل شوې راتلونکې اوونۍ يوه بله جوپه سبزیجات هم دغه هېواد ته ولېږدول شي.

رحيمزي زیاته کړه، چې په لومړي ځل کې څلور ټنه تازه رومي او تور بانجان د قزاقستان هېواد ته ولېږل شول.

دی وايي، په قزاقستان کې له افغان سوداګرو د نورو تازه سبزيجاتو غوښتنه هم شوې او ټاکل شوې چې دا لړۍ دوام پيدا کړي.

د هغه په وینا، که د قزاقستان مارکېټ دوامدار شي، نو د کرنې وزارت به سبزيجاتو ته د بسته بندۍ زمينه هم برابره کړي.

جمهورخبري آژانس:ننګرهار
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي