د قطر د امیر ورور د سعودي عربستان ولیعهد ته د ابوجهل خطاب کړی

16 حوت 1396 ساعت 10:35

د قطر د امیر ورور او د دې هېواد د المپیک کمېټې مشر جوعان بن حمد آل ثاني ویلي د سعودي عربستان ولیعهد محمد بن سلمان د ابوجهل په څېر دی.


د قطر د امیر ورور او د دې هېواد د المپیک کمېټې مشر جوعان بن حمد آل ثاني ویلي د سعودي عربستان ولیعهد محمد بن سلمان د ابوجهل په څېر دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې حمد آل ثاني ځکه محمد بن سلمان ته دغه خطاب کړی، چې په وینا یې نوموړي د قطر خلکو ته سپکاوی کړی.

جوعان په خپله ټوېټر پاڼه لیکلي هغه کسان چې ستونزې په حجم او عدد سره مقایسه کوي په اصل کې ناپوه او ماتې خوړونکي دي.

هغه زیاته کړې، د قریشو یوې ډلې ځکه د بدر په جګړه کې ماتې وخوړه چې له ابو جهل څخه یې ملاتړ وکړ، هغه څوک چې د اسلام له دین څخه یې سرغړونه کوله.

باید و ویل شي، چې محمد بن سلمان قاهرې ته د خپل سفر پر مهال ویلي، له قطر سره ستونزه ورته کوچنۍ ښکاري او اهمیت نه ورکوي.

د هغه په وینا د قطر د ټولو اوسېدونکو شمېر د مصر د یوې کوچنۍ دښتې په کچه نه دی او د سعودي هر وزیر کولی شي دغه ستونزه حل کړي.

د قطر د امیر ورور دغه څرګندونې قطریانو ته سپکاوی بللی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 102125

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/102125/

جمهور
  https://www.jomhornews.com