د غزني لاریون پای ته ورسېد او د کابل- کندهار لار پرانستل شوه

17 حوت 1396 ساعت 9:31

په غزني ولایت کې له تېرو څلورو ورځو راهیسې شوی لاریون په مشروط ډول پای ته رسېدلی او دا مهال د کابل- کندهار لویه لار د ترافیکو پر مخ پرانستل شوې ده.


په غزني ولایت کې له تېرو څلورو ورځو راهیسې شوی لاریون په مشروط ډول پای ته رسېدلی او دا مهال د کابل- کندهار لویه لار د ترافیکو پر مخ پرانستل شوې ده.

د جمهور آژانس د خبر لاریون کوونکو وروسته له هغې لار د ترافیکو پر مخ خوشې کړې، چې افغان ولسمشر محمد اشرف غني پر تلېفون له لاریون کوونکو سره خبرې وکړې.

د لاریون والو مشر وايي، ولسمشر دوی ته ډاډ ورکړی، چې د هغې پېښې قاتلین به چې دوی یې اعتراض ته اړ ایستلي، د اوو ورځو په ترڅ کې نیسي او د قانون منګلو ته به یې سپاري.

دغه راز ولسمشر لاریون کوونکو ته دا ژمنه هم ورکړې، چې دوه برمته شوي به د تښتونکو له منګلو ژغوري.

په ورته وخت کې لاریون کوونکو ویلي، دغه لاره به یوازې د اوو ورځو پرمخ، د دوی د غوښتنو تر پوره کیدو پورې د مسافر وړونکو موټر پرمخ خلاصه وي.

د دوی په وینا د ولسمشر له ژمنې سره سم نن به د دغې پیښې د درېیو قربانیانو مړي هم خاورو ته وسپاري.

باید و ویل شي، چې د غزني د قرباغ ولسوالۍ خلکو وروسته له هغې لاریون وکړ او د کابل – کندهار لویه لار یې د ترافیکو پر مخ وتړله، چې څلور ورځې وړاندې د یادې ولسوالۍ په شیرآباد کلي کې نامعلومه وسله والو د یوې کورنۍ درې تنه و و وژل، یوه مېرمن ټپي او دوه تنه نور یې له ځانه سره یووړل.

جمهورخبري آژانس:غزني
 
 
 


د مطلب کود: 102163

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/102163/

جمهور
  https://www.jomhornews.com