۰
امریکا:

طالبان دې د حکومت د سولې وړاندیز ومني ځکه د ولس پنځه سلنه همدردي له ځان سره لري

شنبی ۱۹ حوت ۱۳۹۶ ساعت ۰۸:۲۰
امریکا یو ځل بیا پر وسله والو طالبانو غږ کړی، چې د افغان حکومت د سولې وړاندیز دې ومني او له جګړې دې لاس واخلي.
طالبان دې د حکومت د سولې وړاندیز ومني ځکه د ولس پنځه سلنه همدردي له ځان سره لري
امریکا یو ځل بیا پر وسله والو طالبانو غږ کړی، چې د افغان حکومت د سولې وړاندیز دې ومني او له جګړې دې لاس واخلي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه څرګندونې د جنوبي او مرکزي اسیا په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیاله الیس ویلز، د جمعې په ورځ د امریکا د نړیوالې سولې د تحقیقاتو په مرکز یا USIP، په یو بحث کې چې نوم یې د افغان سولې د هیلې علایم ګډون کړی د وینا پر مهال کړې دي.

نومووړي ویلي، که طالبان یو موټی او یوه خوله وي، نو ثابته دې کړي او د افغانستان له حکومت سره دې د سولې د خبرو وړاندې شوې طرحه ومني.

د هغې په وینا طالبانو اوس د افغان ولس په منځ کې خپل نفوذ له لاس ورکړی او یوازې پنځه سلنه خلک ورسره همدردي او له ۱۱ تر ۱۳ پورې ورسره خواخوږي لري.

نوموړې له طالبانو سره د ولس د همدردۍ او خواخوږۍ د سلنې خبرې د وروستیو نظرپوښتنو په اساس کړې دي خو د دغه نظر پوښتونو سرچینه یې نه ده په ګوته کړې.

مېرمن لیزا په خپلو خبرو کې ویلي« دا پوښتنه چې آیا طالبان یوه متحده ډله ده باید ثابته یې کړي. که هغوی د یو مشخص سازمان په استازیتوب د سولې خبرو ته راشي دا ښیي چې دوی تر کومې اندازې یو موټی دي.»

هغې د افغان ولسمشر د سولې هڅې وستایلې چې طالبانو ته یې له قید اوشرطه پرته د سولې د خبرو وړاندیز کړی او ویلي یې دي چې ددې کار لپاره به طالبان د یو سیاسي گوند په توگه وپیژني.

الیس ویلز دا هم وویل چې ولسمشر غني د سولې په پروسه کې د افغانستان د ښځو په ونډه اخیستلو او رول ټینگار کړی دی.

د جنوبي او مرکزي اسیا په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې د طالبانو سره د افغان حکومت په خبرو کې د پاکستان رول مهم وگاڼه او وویل سوله د پاکستان په گټه هم ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي