۰

یو امریکایي پوځي له افغان شرکتونو د رشوت اخستو په جرم محکوم شو

شنبی ۱۹ حوت ۱۳۹۶ ساعت ۰۹:۰۸
یو امریکایی پوځي مارک اې مېلر له یو شمېر افغان ساختماني شرکتونو د بډې اخیستنې په جرم په څه باندې اته کاله بند محکوم شو.
یو امریکایي پوځي له افغان شرکتونو د رشوت اخستو په جرم محکوم شو
یو امریکایی پوځي مارک اې مېلر له یو شمېر افغان ساختماني شرکتونو د بډې اخیستنې په جرم په څه باندې اته کاله بند محکوم شو.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې امریکایي رسنۍ وايي، ۴۹ مارک اې مېلر له ۲۰۰۵ تر ۲۰۱۵ کال پورې د امریکا د اردو د انجنیرۍ په قول اردو کې کار کاوه.

د سرچینې د معلوماتو پر بنسټ هغه له ۲۰۰۹ تر ۲۰۱۱ پورې په خوست کې د امریکايي ځواکونو په یوه اډه کې د انجینرۍ په برخه کې کار کاوه.

مارک اې مېلر هلته افغان شرکتونو ته د قرار دادونو د ورکړې په بدل کې بډې اخیستې دي او په محکمه کې اقرار کړی چې له افغانستان شرکتونو یې ۳۲۰ زره ډالر بډه اخیستې ده.

امریکايي محکمې هغه په سل میاشتې بند محکوم کړی دی او همدا راز یې ویلي چې تر ازادېدو وروسته به ۳ کاله نور هم تر سخت نظارت لاندې وي.

محکمې همدا راز له هغه ۱۸۰ زره ډالر نقدي جریمه هم اخیستې ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي