عرفان الله عرفان د ولسي جرګې نایب منشي وټاکل شو

19 حوت 1396 ساعت 11:17

د ولسي جرګې مخکنی نایب منشي عرفان الله عرفان یو ځل بیا و توانېده، چې د استازو په علني رایې کارونې سره د دغه جرګې د نایب منشي څوکۍ خپله کړي.


د ولسي جرګې مخکنی نایب منشي عرفان الله عرفان یو ځل بیا و توانېده، چې د استازو په علني رایې کارونې سره د دغه جرګې د نایب منشي څوکۍ خپله کړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ولسي جرګې نن شنبې د کب ۱۹ مه د خپل اداري پلاوي د ټاکل کېدو له پاره ټاکنې تر سره کړي.

دا چې عرفان الله عرفان د دغه څوکۍ د ټاکلو له پاره سیال نه درلود نو د ولسي جرګې مشر عبدالروف ابراهیمي د عرفان په اړه رایه ورکول علني اعلان کړل او ورسره سم د رایو په اکثریت سره عرفان دغه څوکۍ خپله کړه.

په ورته وخت کې نایب منشي عرفان الله عرفان له ټولو استازو مننه وکړه، چې پر ده یې بیا ځلي باور وکړ او ژمنه یې وکړه، چې ورسپارل شوې دنده به په پوره امانت او متانت پر مخ وړي.

هغه و ویل«څرګنه چې د ولسي جرګې استازو زما په اړه په یوه غږ او یوه خوله پرېکړه او باور وکړ، دغه ډول امید لرم، چې د هېواد د پرمختګ سولې او امنیت له پاره هم همداسې په یوه آواز او خوله مټې رابډ وهي.»

باید و ویل شي، چې عرفان الله عرفان له تېرو څو کلونو راهیسې د ولسي جرګې د نایب منشي دنده تر سره کړې ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 102213

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/102213/

جمهور
  https://www.jomhornews.com