د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره د امریکا د بهرنیو چاور وزارت ځانګړې مرستیاله الیس ویلز وايي، په افغانستان کې د هند د رول پراختیا پاکستان ته هېڅ زیان نه رسوي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې مېرمن ویلز دغه څرګندونې د امریکا د سولې په انستېتیوت کې د وینا پر مهال کړې او ویلي یې دي، چې پاکستان دې د افغانستان او هند له اړیکو وېره نه کوي، بلکې پاکستان کولی شي پخپل وار د افغانستان په سوله او ثبات کې خپله ونډه واخلي.
نوموړي زیاته کړې، چې هند په تېرو کلونو کې د افغانستان په پرمختګ، اقتصادي وده او بیا رغونه کې مهم رول لوبولی او هند ته په کار ده، چې د افغانستان په پرمختګ کې نورې مرستې هم وکړي.
هغې ویلي« په افغانستان کې د هند د رول پراختیا پاکستان ته هېڅ زیان نه رسوي، بلکې پاکستان کولی شي پخپل وار د افغانستان په سوله او ثبات کې خپله ونډه واخلي.»
مېرمن ویلز وايي، که پاکستان مرسته وکړي په افغانستان کې د سولې او ثبات راتګ اسانه کېدلی شي.
په ورته وخت کې د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره د امریکا د بهرنیو چاور وزارت ځانګړې له پاکستان سره د ښو اړیکو غوښتونکي دي خو دغه هېواد باید د ترهګرۍ ضد مبارزه کې خپلې هڅې ګړندۍ کړي او د افغان سولې په بهیر کې رښتیني او عملي ګامونه اوچت کړي.
جمهورخبري آژانس:کابل