مشرانو جرګه:

طالبان باید د حکومت د سولې طرحې ته مثبت ځواب ورکړي

20 حوت 1396 ساعت 12:58

مشرانو جرګې وسله والو طالبانو ته د سولې په تړاو د افغان حکومت له وړاندې شوې طرحې ملاتړ وکړ او پر طالبانو یې غږ وکړ، چې دغه وړاندیز ته مثبت ځواب ورکړي.


مشرانو جرګې وسله والو طالبانو ته د سولې په تړاو د افغان حکومت له وړاندې شوې طرحې ملاتړ وکړ او پر طالبانو یې غږ وکړ، چې دغه وړاندیز ته مثبت ځواب ورکړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې سنا مجلس نن یک شنبې د کب ۲۰ مه په خپله کاري غونډه کې سوله د افغان ولس لومړۍ اړتیا ده او طالبان باید ورته لبیک و وايي.

د مشرانو جرګې رییس فضل الهادي مسلم یار و وویل«موږ تل له سولې ملاتړ کړی، او باعزته او داخلي سوله یوه اړتیا بولو، موږ د سولې په تړاو د ولسمشر د وروستۍ طرحې ملاتړ او پر طالبانو غږ کو، چې د ولس دغه اوازه او غوښتنې ته مثبت ځواب و وايي.»

نوموړي و ویل دوی داسې سوله نه غواړي، چې په هغې کې د طالبانو بې غزتي وي او یا هم د افغان امنیتي ځواکونو لاس ته راوړنو ته په کمه سترګه وکتل شي.

د مشرانو جرګې رییس زیاته کړه، چې په خواشنۍ سره طالبانو تر اوسه دغه طرحې ته ځواب نه دی ورکړی، خو په وینا یې تمه ده، چې طالبان که خپلواک وي او وپوهېږي نو د سولې آواز ته دې مثبت ځواب ورکړي.

دی وایي د هېواد په بېلا بېلو ولایتونو کې وروستي بریدونه او جګړې دا ښيي، چې یا طالبان سولې ته لېوالتیا نه لري او یا هم ځینې کړۍ او کسان هڅه کوي، د جګړې له لارې د افغان حکومت د سولې طرحه شنډه کړي.

په ورته وخت د مشرانو جرګې لومړي مرستیال محمد علم ایزدیار هم و ویل، چې سوله د افغان ولس لومړۍ غوښتنه ده او د سولې له طرحې یې ملاتړ کړی دی.

خو په وینا یې اوس هر څه بل ډول دي او هر کله چې دولت د سولې په تړاو کومه برنامه وړاندې کوي مخالف لوری خپلې جګړې او بریدونو ته زور ورکوي.

نوموړي ټینګار وکړ چې سوله یو طرفه جاده نه شي کېدای چې ولس یې قرباني ورکړي، بلکې په وینا یې پر طالبانو او د هغوی پر مرستندویانو باید فشار زیات کړی شي تر څو هغوی د سولې خبرو ته غاړه کېږدي.
د مشرانو جرګې نورو ګڼ شمېر استازو هم د حکومت له طرحې ملاتړ وکړ او له طالبانو یې وغوښتل، چې دغه طرحې ته مثبت ځواب ورکړي او د سولې خبرو ته حاضر شي.

دوی ویل چې د سولې په تړاو د حکومت طرحه روښانه او واضح ده او د دغې طرحې په وړاندې کولو سره طالبانو ته دا مجال نه دی پاتې چې نور جګړه وکړي.

سناتورانو ټینګار وکړ، چې که طالبان پر دین او د وطن په خیر باوري وي نو له دغه فرصت څخه دې ګټه واخلي او په هېواد کې دې نور تاوتریخوالي ته د پای ټکی کېږدي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
 


د مطلب کود: 102252

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/102252/

جمهور
  https://www.jomhornews.com