۰

د غزني د قرباغ د پېښې په تړاو څلور شکمن کسان نیول شوي

یکشنبه ۲۰ حوت ۱۳۹۶ ساعت ۱۳:۳۷
سیمه ییز چارواکي وايي، د غزني ولایت په قرباغ ولسوالۍ کې د ملکي وګړو د وژلو په تور څلور شکمن کسان نیول شوي دي.
د غزني د قرباغ د پېښې په تړاو څلور شکمن کسان نیول شوي
سیمه ییز چارواکي وايي، د غزني ولایت په قرباغ ولسوالۍ کې د ملکي وګړو د وژلو په تور څلور شکمن کسان نیول شوي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د غزني د والي ویاند عارف نوري ویلي، له دغه څلورو تنو څخه درې تنه په غزني او یو هم چې سیمه ییز پولیس دی په کابل کې نیول شوی دی.

په ورته وخت کې نوموړي دا هم و ویل، چې د کورنیو چارو د ارشد امنیتي مرستیال جنرال مراد علي مراد په مشرۍ پلاوي د قرباغ ولسوالۍ نه هم لیدنه وکړه.

د غزني چارواکو ټینګار وکړ، چې ټول هغه کسان به ونیسي، چې د قرباغ ولسوالۍ دوه کلي یې په شخړه کې واچول.

باید و ویل شي، چې د وړمې اوونۍ د جمعې په شپه غیرې مسؤلو وسله والو د غزني د قرباغ ولسوالۍ د شیر اباد کلي د یوه اوسېدونکي په کور حمله کړې ده، دوه تنه یې وژلي او دوه نور یې له ځان سره بیولي دي.

دا پیښه د دوو کلیو ترمنځ د اوبو د ملکیت په سر د شخړې له امله پیښه شوې وه، چې وروسته د شیراباد د کلي په سلګونو اوسېدونکو په لاریون لاس پورې کړ او د کابل - کندهار لویه لاره یې د پنځو ورځو لپاره د ترافیکو په مخ تړلی وه.

د لارې له تړل کېدو پنځه ورځې وروسته ولسمشر غني خپله د تلېفون له لارې د لاریون کوونکو سره خبرې وکړې او ډاډ یې ورکړ، چې د پېښې عاملین به نیسي او د قانون منګلو ته به یې سپاري.

لاریون کوونکو هم ویلي و، چې که حکومت تر ۷ ورځو پورې د پېښې عاملین د قانون منګولو ته ونه سپاري نو دوی به یو ځل بیا په لاریون لاس پورې او د کابل- کندهار لویه لار به د ترافيکو پر مخ وتړي.

جمهورخبري آژانس:غزني


 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي