۰

د صنایع، کانونو او پانګونې عالي شورا پرانستل شوه

یکشنبه ۲۰ حوت ۱۳۹۶ ساعت ۱۴:۲۴
په افغانستان کې د خصوصي ستکور د ودې او پراختیا او دغه راز د پانګونې له پاره د منظم ستیم د رامنځ ته کولو په موخه د صنایع، کانونو او پانګونې عالي شورا پرانستل شوه.
د صنایع، کانونو او پانګونې عالي شورا پرانستل شوه
په افغانستان کې د خصوصي ستکور د ودې او پراختیا او دغه راز د پانګونې له پاره د منظم ستیم د رامنځ ته کولو په موخه د صنایع، کانونو او پانګونې عالي شورا پرانستل شوه.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د دغه شورا عمومي رییس عبدالجبار صافي نن یک شنبې د کب ۲۰ مه کابل کې د صنایع، کانونو او پانګونې د عالي شورا په پرانست غونده کې و ویل، چې دغه شورا د پانګونې او خصوصي سکتور د ودې په موخه جوړه شوې ده.

نوموړي و ویل، چې دغه شورا به د صعنتي پارکونو د جوړولو او کورنیو تولیداتو د پرمختګ په برخه کې له اړونده وزارتونو سره همکاري کوي.

هغه د سوداګرۍ او صنایعو په برخه کې د حکومت پر سیاست نیوکه وکړه او ویې ویل چې حکومت تر اوسه د صادراتو او وارداتو تر منځ د یوه بیلانس د رامنځ ته کولو هېڅ ډول هڅه نه ده کړې.

په ورته وخت کې صافي له حکومت څخه وغوښتل، چې په هېواد کې د صنعت کارانو د ودې او داخلي تولیداتو د زیاتولي په برخه کې له خصوصي سکتور سره مرسته وکړي او د صنایعو یو پرمختیايي بانک ورته جوړ کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل


 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي