۰

د فراه انار دره ولسوالي طالبانو نیولې، ولسوال او امنیه قوماندان هم وژل شوي

دوشنبه ۲۱ حوت ۱۳۹۶ ساعت ۰۸:۳۶
سیمه ییز چارواکي او د ولسي جرګې غړي وايي، د فراه ولایت انار دره ولسوالي طالبانو نیولې او په جګړه کې ولسوال او امنیه قوماندان هم وژل شوي دي.
د فراه انار دره ولسوالي طالبانو نیولې، ولسوال او امنیه قوماندان هم وژل شوي
سیمه ییز چارواکي او د ولسي جرګې غړي وايي، د فراه ولایت انار دره ولسوالي طالبانو نیولې او په جګړه کې ولسوال او امنیه قوماندان هم وژل شوي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې سرچینې وايي، طالبانو تېره دوشنبې شپه په یاده ولسوالۍ برید کړی او هغه یې نیولې ده.

د فراه د والي ویاند ناصر مهري تاييدوي، چې انار دره ولسوالۍ د طالبانو له خوا نیول شوې خو په دې اړه یې نور جزیات ورنکړل.

په خواله رسنیو کې خپاره شوي انځورونه ښيي، چې طالبانو د دولت د پوځي وسایطو سره یو ځای د ولسوالۍ په ودانۍ کې شتون لري.

په ورته وخت په ولسي جرګه کې د کندهار ولایت استازي عبدالرحیم ایوبي د نن دوشنبې د کب ۲۱ مې په غونډي غونډه کې و ویل، چې د فراه اناردره ولسوالۍ طالبانو نیولې او په جګړه کې ولسوال او امنیه قوماندان هم وژل شوي دي.

هغه د جرګې له اداري پلاوي وغوښتل، چې د پېښې په اړه په عاجله توګه له دفاع او کورنیو چارو وزارتونو سره اړیکه ونیسي او لازم اقدامات تر سره کړي.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده، چې وړمه ورځ هم په فراه ولایت کې د وسله والو طالبانو په یوه کمېن کې ګڼ افغان سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې وه، چې ډېر یې ځانګړي یا کمانډو ځواکونه وو.

جمهورخبري آژانس:فراه
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي