عبدالله:

د سولې له طرحې نړیوالو هم ملاتړ کړی خو طالبانو تر اوسه ځواب نه دی ورکړی

21 حوت 1396 ساعت 10:42

د افغان حکومت اجرائیه رییس ډاکترعبدالله عبدالله وايي، د افغان حکومت له خوا د سولې په تړاو طالبانو ته د وړاندې شوې طرحې ولس او نړیوالې ټولنې ملاتړ کړی، خو طالبانو تر اوسه کوم غبرګون نه دی ښودلی.


د افغان حکومت اجرائیه رییس ډاکترعبدالله عبدالله وايي، د افغان حکومت له خوا د سولې په تړاو طالبانو ته د وړاندې شوې طرحې ولس او نړیوالې ټولنې ملاتړ کړی، خو طالبانو تر اوسه کوم غبرګون نه دی ښودلی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي عبدالله نن دوشنبې د کب ۲۱ مه د کابینې په غونده کې دغه څرګندونې وکړې او ویې ویل، چې افغان حکومت تل سولې ته ژمن دی او غواړي په هېواد کې تل پاتې سوله راشي.

نوموړي زیاته کړه، چې سوله د افغان ولس جدي غوښتنه او لومړیتوب دی او حکومت به هم په ټول توان سره د ولس غوښتنې د تحقق له پاره هلې ځلې کوي.

ښاغلي عبدالله و ویل د سولې وړاندې شوې طرحه د دې ښکارندويي کوي، چې حکومت سولې ته ژمن دی خو په وینا یې طالبانو تر اوسه په دې اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.

په ورته وخت افغان اجرائیه رییس و ویل، چې نوی کال به حکومت په پوره ځواکمنتیا، قوي ارادې او متین عزم سره د هېواد او هېواد والۍ په خدمت کې وي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 102288

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/102288/

جمهور
  https://www.jomhornews.com