د ملي دفاع وزارت وايي، افغانستان د هندوستان په مالي مرسته له بېلاروس څخه څلور جنګي چورلکې پېري.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ملي دفاع وزارت ویاند تورن جنرال دولت وزیري زیاتوي، چې د دغه چورلکو د پېر تړون د افغانستان او بېلاروس تر منځ د هند پلازمېنه ډیلي کې لاسلیک شوی دی.
نوموړي و ویل، چې د دغه تړون په اساس بېلاروس څلور ام ۳۵ جنګي چورلکې افغانستان ته ورکوي، چې مالي لګښت یې هندوستان ورکوي.
د ملي دفاع د ویاند په خبره دغه چورلکې چې په جنګي عملیاتو کې ډېرې ګټورې تمامېدای شي کولای د افغان هوايي ځوک لا غښتلی کړي.
باید و ویل شي، چې هند تر دې وړاندې هم افغانستان ته ام ای ۲۵ جنګي چورلکې ورکړې وې.
د دفاع وزارت د معلوماتو پر بنسټ افغان هوايي ځواک دا مهال ۱۵۰ الوتکې او ۳۵ چورلکې لري.
جمهورخبري آژانس:کابل