۰

کابل کې د یوه ځانمرګي برید مخه ونیول شوه

دوشنبه ۲۱ حوت ۱۳۹۶ ساعت ۱۳:۰۷
د ملي امنیت عمومي ریاست وايي، امنیتي ځواکونو پلازمېنه کابل کې د یوه ځانمرګي په نیولو سره د یوه خونړي برید مخه ونیوله.
کابل کې د یوه ځانمرګي برید مخه ونیول شوه
د ملي امنیت عمومي ریاست وايي، امنیتي ځواکونو پلازمېنه کابل کې د یوه ځانمرګي په نیولو سره د یوه خونړي برید مخه ونیوله.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ملي امنیت ریاسته نن دوشنبې د کب ۲۱ مه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه ځانمرګی بریدګر د کابل به ده سبز ولسوالۍ کې نیول شوی.

سرچینه زیاتوي، ملي امنیت ځواکونو په ده سبز ولسوالۍ کې ځانګړي عملیات تر سره کړل، چې په ترڅ کې یې د عبدالله په نوم یو ځانمرګی برید ګر ونیوه.

په خبرپاڼه کې ویل شوي عبدالله چې د فضل الرحمن زوی دی غوښتل یې په کابل ښار کې ځانمرګی برید تر سره کړي، خو د ملي امنیت ځواکونو له خوا تر برید وړاندې ونیول شو.

خبرپاڼه وايي، دغه بریدګر له ډېورنډ کرښې پورې غاړې د طالبانو د جلب او جذب د یوه مسوول له خوا تر جذب کولو وروسته د ځانمرګي برید، سپکو وسلو د کارونې او دغه راز د ماین اېښودولو زده کړې تر لاسه کړې وې.

د ملي امنیت ریاست زیاتوي، چې دغه بریدګر د ډورنډ کرښې د پورې غاړې میرانشاه څخه کابل ته د ځانمرګي برید د ترسره کولو په موخه راغلی و.

د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې نیول شوي بریدګر په خپل جرم اعتراف کړی او ویلي یې دي، چې موخه یې په کابل کې ځانمرګی برید وو.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي