احمدولي مسعود:

د ملي یووالي حکومت پر قانون نه بلکې په فرمان اداره کېږي

21 حوت 1396 ساعت 13:55

د احمدشاه مسعود د بسنټ مشر احمدولي مسعود وايي، د ملي یووالي حکومت قانوني مشروعیت نه لري او ټول کارونه پر قانون نه بلکې په فرمان تر سره کوي.


د احمدشاه مسعود د بسنټ مشر احمدولي مسعود وايي، د ملي یووالي حکومت قانوني مشروعیت نه لري او ټول کارونه پر قانون نه بلکې په فرمان تر سره کوي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې مسعود چې نن دوشنبې د کب ۱۲ مه یې کابل کې د ملي وفاق تر نامه لاندې غونډې ته وینا کوله حکومت پر قانون ماتونې او قانون ته په نه احترام تورن کړ.

هغه و ویل«د ملي یووالي حکومت رهبري د هېواد نافذه قوانینو او د ملي شورا مصوبو ته احترام نه کوي او ټول حکومت په فرمان اداره کوي.»

نوموړي زیاته کړه، چې دغه حکومت نه د اساسي قانون په چوکاټ او نه هم د شوې سیاسي توافق لیک پر بنسټ عمل کوي، بلکې په غیر قانوني شکل خپل کارونه پر مخ وړي.

مسعود زیاته کړه، چې دغه حکومت چې د یوه سیاسي توافق لیک پر بنسټ رامنځ ته شوی و، مشروعیت یې هم دوه کاله و، چې ان رهبرانو یې د دغه توافق لیک مواد هم تر پوښو لاندې کړي دي.

په ورته وخت کې نوموړي په هېواد کې د ستونزو د هواري یوازینې لار ټاکنې وبللې خو تور یې پور کړ، چې حکومت ان د ټاکنو تر سره کېدو ته هم ژمن نه دی.

ده و ویل«دستونزو د هواري لار یوازې ټاکنې دي، خو حکومت تر اوسه په دې برخه کې هېڅ نه دي کړي، که خدای ج مه کړه ټاکنې پر خپل وخت تر سره نه شي، لوی ناورین او د نظام پر پاشېدلو په تمام شي.»

د مسعود بنسټ مشر په سیاسي ګوندونو، سیاسیون او ولس غږ وکړ، چې د دغه وضعیت د مخینوي له پاره لاس په کار شي او پر حکومت فشار راوړي تر څو ټاکنې په خپل وخت تر سره کړي.

دغه راز احمدولي مسعود له نړیوالې تولنې هم وغوښتل، چې په حکومت فشار راوړي تر څو ټاکنو ته زمینه برابره کړي او یا هم د سیاسي جریانونو د بدیل له طرحې ملاتړ وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 102305

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/102305/

جمهور
  https://www.jomhornews.com