۰

روسیه وايي، افغان پوځ دې روسي چورلکې هم وکاروي

سی شنبه ۲۲ حوت ۱۳۹۶ ساعت ۰۸:۵۶
روسیه وايي تمه ده، چې افغان پوځ به د امریکایي چورلکو تر څنګ له روسي چورلکو هم د خپل حکومت او هېواد په دفاع کې کار واخلي.
روسیه وايي، افغان پوځ دې روسي چورلکې هم وکاروي
روسیه وايي تمه ده، چې افغان پوځ به د امریکایي چورلکو تر څنګ له روسي چورلکو هم د خپل حکومت او هېواد په دفاع کې کار واخلي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه څرګندونې د روسیې د ولسمشر د پوځي همکاریو د څانګې سلاکار ولادیمیر کوزین په یوه تازه مرکه کې کړې دي.

هغه ویلي، چې امریکا اوس د افغانستان پوځ ته چورلکې ورکوي او افغان حکومت یې د فشارونو له لارې اړیستی، چې د روسي چورلکو کارول ودروي.

خو زیاتوي، چې روسیه هڅه کوي، چې د افغان ځواکونو لخوا به د افغانستان د مشروع حکومت د ساتنې لپاره د روسي چورلکو د کاریدو دوام ته لارې چارې ومومي.

په ورته وخت کابل کې د روسیې سفیر الکساندر مانتیتسکي بیا ویلي، که څه هم امریکا او ناټو په دې وروستیو کې د افغان ځواکونو د بیا سمبالولو پروګرام پیل کړی، خو کابل اوس هم روسي چورلکو ته لیوال دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي