روسیه:

امریکا هڅه کوي، سوریه تجزیه کړي

22 حوت 1396 ساعت 10:00

روسیه وایي، سره له دې چې امریکا د سوریې د ځمکنۍ بشپړتیا او خپلواکۍ ژمنې کوي، خو له دې سره هڅه کوي، چې دغه هېواد سره و وېشي.


روسیه وایي، سره له دې چې امریکا د سوریې د ځمکنۍ بشپړتیا او خپلواکۍ ژمنې کوي، خو له دې سره هڅه کوي، چې دغه هېواد سره و وېشي.

د جمهور آژانس دغه څرګندونې د روسې مرستیال دفاع وزیر الکساندر فومین له کراسنایا زوزدا ورځپاڼې سره په یوه مرکه کې کړې دي.

نوموړي ویلي د امریکا غوښتنې کاملآ څرګندې دي، هغوی د سوریې د وېش په هڅه کې دي په داسې حال کې چې وړاندې یې د دغه هېواد د ځمکنۍ بشپړتیا او خپلواکۍ د ساتلو ژمنه کړې.

هغه په خپلو خبرو کې زیاته کړې، چې د امریکا تر کنټرول لاندې ځواکونه د ترهګرو ډلو له جنګیالیو چې له داعش سره اړیکې لري مرسته او همکاري کوي او دغه ګام یو ځل بیا د امریکا تر کنټرول لاندې اخستل کېږي.

دی وایي، امریکا د سوریې له بېلتون غوښتونکو چې د ټولنې لږکي دي ملاتړ کوي، هغو د کردانو په شمو د لږکیو پر مټ دغه لوبه پیل کړې، د دغه لږکیو شمېر ښايي تر ۴۰ زره لوړ نه وي، خو امریکا وايي دوی د یوې امنیتي سیمې د رامنځ ته کولو په هڅه کې دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 102323

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/102323/

جمهور
  https://www.jomhornews.com