ځينو سرچینو رسنیو ته ویلي، چې په پلازمېنه کابل کې د کابل پولیسو د وسلو له یوې زېرمې څخه ۷۰ میله وسلې او ځینې نور مهمات غلا شوي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې یوې سرچنیې د نوم نه ښودلو په شرط یو یا یک تلوېزیون ته ویلي، چې د پولیسو له دغه وسله تون څخه ۷۰ میله تومانچې او شپني دوربینونه غلا شوي دي.
د سرچینې په وینا دا د کابل پولیسو د یوه حمایوي برخې څخه غلا شوي، چې په تړاو یې د کورنیو چارو وزارت له خوا څو تنه نیول شوي هم دي، چې دا مهال تر پلټنې روانې دي.
د کورنیو چارو وزارت یو سرچینې هم د دغه خبرپخلی کړی او ویلي یې دي، چې پېښه په جدي ډول تر څېړنې لاندې ده خو په دې اړه یې نور جزیات نه دي ورکړي.
جمهورخبري آژانس:کابل