۰
دفاع وزارت:

د فراه په انار دره کې ۷۷ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

سی شنبه ۲۲ حوت ۱۳۹۶ ساعت ۱۰:۱۸
د ملي دفاع وزارت وايي، د فراه په انار دره ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو په ځمکنیو او هوایي بریدونو کې ۷۷ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د فراه په انار دره کې ۷۷ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده
د ملي دفاع وزارت وايي، د فراه په انار دره ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو په ځمکنیو او هوایي بریدونو کې ۷۷ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دفاع وزارت نن سه شنبې د کب ۲۲ مه په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې امنیتي ځواکونو تېره ورځ په یاده ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو د ځپلو په موخه پراخ پوځي عملیات پیل کړل.

د وزارت په خبره افغان ځواکونو وروستې له هغې لاس په کار شول، چې وسله والو طالبانو د څو ساعتونو له پاره د دغه ولسوالۍ کنټرول په لاس کې اخیستی وو.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې په دې عملیاتو کې ۵۲ وسله وال طالبان وژل شوي او ۲۵ نور ټپیان شوي دي.

دغه راز په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د کندهار په شاولي کوټ او پنجوايي ولسوالیو کې هم د افغان هوايي ځواکونو په عملیاتو کې ۱۱ وسله وال وژل شوي او ۲۰ نور ټپیان شوي.

خبرپاڼه وايي، د نیمروز په خاشرود ولسوالۍ کې هم د وسله والو پر ضد په عملیاتو کې ۸ وسله وال وژل شوي، ۳۰ نور ټپیان او یو موټر یې له منځه وړل شوی دی.

په خبرپاڼه کې دا هم ویل شوي، چې د هلمند په نادعلي، کجکي او مارجې ولسوالیو کې د چاڼیزو عملیاتو پر مهال ۲۵ وسله وال وژل شوي، ۷ تنه ټپیان، دوه عرادې موټر، درې عرادې موټرسایکلونه، او پنځه پټنځایونه له منځه وړل شوي دي.

ملي دفاع وزارت د اروزګان ولایت په خاص اروزګان ولسوالۍ کې هم د د ۱۸ طالبانو د وژل کېدو او درې نورو د ټپي کېدو خبر ورکړی دی.

د ملي دفاع وزارت د معلوماتو پر بنسټ په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په فراه، هلمند، کندهار، اروزګان او نیمروز ولایتونو کې ټولټال ۱۱۴ وسله وال طالبان وژل شوي او ۸۹ نور ټپیان شوي دي.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
اند.
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي