۰

د غزني په واغظ کې ۱۹ وسله وال وژل شوي

سی شنبه ۲۲ حوت ۱۳۹۶ ساعت ۱۰:۲۷
د ملي دفاع وزارت وايي د افغان پوځ هوايي ځواک د غزني ولایت په واغظ ولسوالۍ کې پر وسله والو طالبانو مرګوني بریدونه کړي دي.
د غزني په واغظ کې ۱۹ وسله وال وژل شوي
د ملي دفاع وزارت وايي د افغان پوځ هوايي ځواک د غزني ولایت په واغظ ولسوالۍ کې پر وسله والو طالبانو مرګوني بریدونه کړي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ملي دفاع وزارته نن سه شنبې د کب ۲۲ مه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې هوايي ځواک د غزني په واغظ ولسوالۍ کې د وسله والو پر پټنځایونو برید کړی، چې په ترڅ کې یې ۱۹ وسله والو وژل شوي او پنځه نور ټپیان شوي دي.

خبرپاڼه وايي، په وژل شویو کسانو کې د وسله والو طالبانو څلور قوماندانان  ملا ادریس، امین، رحمت الله او مبارز نظیر هم شامل دي.

خو وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده، چې دفاع وزارت په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په غزني، هلمند، کندهار، فراه، نیمروز او ارزوګان ولایت کې د ۱۳۳ وسله والو طالبانو د وژل کېدو او دغه راز د ۹۴ نورو د ټپي کېدو خبر ورکړی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي