۰

م- م د افغانستان او منځنۍ اسیا هېوادونو ترمنځ د مهمو پروژو ملاتړ کړی دی

چهارشنبه ۲۳ حوت ۱۳۹۶ ساعت ۰۹:۱۴
ترکمنستاني چارواکي وايي، ملګرو ملتونو د افغانستان او منځنۍ اسیا د هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو پروژو ملاتړ کړی دی.
م- م د افغانستان او منځنۍ اسیا هېوادونو ترمنځ د مهمو پروژو ملاتړ کړی دی
ترکمنستاني چارواکي وايي، ملګرو ملتونو د افغانستان او منځنۍ اسیا د هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو پروژو ملاتړ کړی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه څرګندونې د ترکمنستان ولسمشر قربان قلی بردي محمدوف کړې او ویلي یې دي، چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا په یوه پرېکړه لیک کې ویلي چې د منځنۍ اسیا د هېوادونو او افغانستان ترمنځ د سوداګریزو او اقتصادي پروژو ملاتړ کوي.

د ترکمنستان ولسمشر قربان قلي بردي محمدوف زیاته کړې، چې ملګرو ملتونو په ځانګړې توګه د افغانستان، ترکمنستان او اذاربایجان د ګډې رېل پټلۍ د جوړېدو ملاتړ کړی دی.

نوموړی وايي، د امنیت شورا په پرېکړه کې راغلي چې په سیمه کې شته هېوادونو دې په خپلو منځو په تېره له افغانستان سره د پراختیايي او پرمختیايي پروژو په پلي کولو کې له هېڅ راز مرستو ډډه نه کوي.

ښاغلي محمدوف ویلي، دوی له افغانستان او د سیمې له نورو هېوادونو سره د اقتصادي مسایلو او ترانزیت په برخه کې لا ډېرو همکاریو ته تیار دي او په دې برخه کې به خپلې هڅې او له ګاونډیو هېوادونو سره همکارۍ جاري ساتي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي