اندونیزيايي پانګه وال غواړي افغانستان کې پانګونې وکړي

23 حوت 1396 ساعت 13:41

د اندونیزیا د سترو کمپنیو مشرانو ویلي غواړي په افغانستان کې پانګونه وکړي او د دغه هېواد په پرمختګ کې ونډه واخلي.


د اندونیزیا د سترو کمپنیو مشرانو ویلي غواړي په افغانستان کې پانګونه وکړي او د دغه هېواد په پرمختګ کې ونډه واخلي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د ویکا په نامه د اندونیزیا یوه لوی دولتي شرکت زیاته کړې، چې دوی په افغانستان کې د بنسټیزو پروژو په برخه کې پانګونې ته تیار دي او غواړي په دغه هېواد کې کار وکړي.

د ویکا مشرانو ویلي چې دوی د نړۍ په پرمختللو هېوادونو کې د کار تجربې لري او کولی شي په افغانستان کې ښه کار وکړي.

تر دې وړاندې هم د افغانستان او اندونیزیا تر منځ د سوداګرۍ او راکړې ورکړې پر پراختیا ټینګار شوی و او اندونیزیايي چارواکو ویلي، چې له افغانستان سره به په بېلو برخو کې خپلو مرستو ته دوام ورکوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 102376

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/102376/

جمهور
  https://www.jomhornews.com