۰
امریکایِ قوماندان:

۹۰ سلنه افغانان نه غواړي چې طالبان دې بيا واک ته ورسېږي

چهارشنبه ۲۳ حوت ۱۳۹۶ ساعت ۱۵:۱۴
د امريکا د وسله والو ځواکونو د مرکزي قوماندانۍ قوماندان جنرال جوزيف ووټل ویلي، ۹۰ سلنه افغانان نه غواړي، چې طالبان دې بیا یو ځل واک ته ورسېږي.
۹۰ سلنه افغانان نه غواړي چې طالبان دې بيا واک ته ورسېږي
د امريکا د وسله والو ځواکونو د مرکزي قوماندانۍ قوماندان جنرال جوزيف ووټل ویلي، ۹۰ سلنه افغانان نه غواړي، چې طالبان دې بیا یو ځل واک ته ورسېږي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې جوزيف ووټل دغه څرګندونې په واشنګټن کې د مشرانو جرګې د وسله والو ځواکونو کمېسيون ته کړې دي.

نوموړي په خپلو خبرو کې ویلي، چې طالبان باید د زور له لارې د سولې خبرو ته اړ کړای شي او په وینا یې مهمه او کلیدي ستراتېژي هم همدا ده.

ووټل طالبان د نشه ييي توکو ترهګر او مافیايي ډله بللې او ویلي یې دي، چې د افغانستان ٩٠ سلنه خلک نه غواړي چې طالبان دې يو ځل بيا واک ته ورسېږي.

ده زیاته کړې، چې د امریکا د نوې ستراتېژۍ له مخې به پر طالبانو د پوځي او سياسي فشار تر څنګ د پاکستان په څېر له هغو هېوادونو هم ګټه اخيستل کېږي چې له طالبانو سره اړيکې لري.

دغه راز هغه زیاته کړې، چې د سياسي او پوځي فشارونو تر څنګ افغان حکومت بايد پر اصلاحاتو هم ډېر کار وکړي او ولسمشر غني لا د مخه په دې برخه کې ژمنې کړې دي.

د امريکا د وسله والو ځواکونو قوماندان ويلي چې د فساد پر وړاندې جدي مبارزه او د رڼو ټاکنو ترسره کول د دې اصلاحاتو يوه له مهمو برخو ده.

نوموړي ویلي، چې له دغو اصلاحاتو سره به په افغان حکومت او خلکو کې د باور فضا رامنځته شي او کارونه به په ښه لوري روان وي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي