۰

کندهار کې د وسله والو ۷ کسیزه ډله نیولې شوې

پنجشنبه ۲۴ حوت ۱۳۹۶ ساعت ۰۷:۵۴
سیمه ییز چارواکي وايي، ملي امنیت ځواکونو په کندهار ولایت کې د وسله والو ۷ کسیزه ډله نیولې، چې په ګڼو بریدونو کې یې لاس درلود.
کندهار کې د وسله والو ۷ کسیزه ډله نیولې شوې
سیمه ییز چارواکي وايي، ملي امنیت ځواکونو په کندهار ولایت کې د وسله والو ۷ کسیزه ډله نیولې، چې په ګڼو بریدونو کې یې لاس درلود.

د جمهورآژانس د خبر له مخې دغه د کندهار د والي ویاند قدرت الله خوشبخت ویلي، چې دغه وسله والو په شاولي کوټ، میوند، او خاکرېز ولسولیو کې ترهګر فعالیتونه درلودل.

نوموړي زیاته کړه، چې نیول شوی وسله والو په دې ولسوالیو کې پر امنیتي بېسونو، امنیتي ځواکونو د بریدونو ترڅنګ، قومي مشران او هغه کسان هم په نښه کول، چې په دولتي ادارو کې یې کار کاوه.

د کندهار د والي ویاند وايي، د وسله والو دغه ۷ کسییزه ډله د تېرې یوې اوونۍ په ترڅ کې د ملي امنیت ځواکونو له خوا د کشفي راپورونو پر اساس نیول شوې او پر خپلو جرمونو یې اعتراف کړی دی.

خو وسله والو مخالفینو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کندهار
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي