۰

پکتیکا کې طالبانو تښتولي کس ۷ طالبان وژلي

پنجشنبه ۲۴ حوت ۱۳۹۶ ساعت ۰۷:۵۶
سیمه ییز چارواکي وايي، په پکتیکا ولایت کې د وسله والو طالبانو له خوا یوه تښتول شوي کس ۷ طالبان وژلي او په تېښته بریالی شوی دی.
پکتیکا کې طالبانو تښتولي کس ۷ طالبان وژلي
سیمه ییز چارواکي وايي، په پکتیکا ولایت کې د وسله والو طالبانو له خوا یوه تښتول شوي کس ۷ طالبان وژلي او په تېښته بریالی شوی دی.

د جمهورآژانس د خبر له مخې د پکتیکا ولایت له مطبوعاتي دفتره خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې دغه پېښه تېره ورخ چهارشنبې د کب ۲۳ مه رامنځ ته شوې.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې اول خان په یوه تکتیکي حرکت سره ۲۵ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله واړوله او ځان یې د دوی له منګولو خلاص کړ.
د سروبي ولسوالۍ د سیمه ایزو پولیسو قوماندان دریاخان وایي، ورور یې ددوی د ځینو خپلوانو په همکارۍ د سروبي ولسوالۍ د زړې کلا په سیمه کې د وسله والو طالبانو له لوري ونیول شو.

نوموړي زیاته کړې، چې وسله والو طالبانو غوښتل ورور یې د پکتیکا لپاره د طالبانو تش په نوم والي ته ورولي چې له همدې امله وسله والو په لاره کې د خوشالۍ ډزې کولې.

قوماندان دریاخان زیاتوي، کله چې ګومل ولسوالۍ ته رسېدلي وسله وال طالبان له موټرو ښکته شوې او په خپلو منځونو کې په مشورو بوخت و چې ورور یې له موقع ګټه اخیستي او وسله والو طالبانو ته یې ددوی په خپله سلاح درنه مرګ ژوبله اړولې ده.

د هغه په وینا ورور یې اول خان د وسله والو طالبانو موټر له ځانه سره خپلې سیمې ته راوستلی او ددوی له منګولو سلامت را خلاص شوی دی.

خبرپاڼه وايي، د لومړنیو معلوماتو له مخې په دې پېښه کې ۷ وسله والو طالبان وژل شوې او اتلس نور ټپیان شوي، چې ښايي د مړو شمېر نور هم زیات شي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي