۰

برتانیا ۲۳ روسي دپلوماتان وباسي

پنجشنبه ۲۴ حوت ۱۳۹۶ ساعت ۰۸:۰۵
د برتانیا حکومت پتېیلي چې له دغه هېواد څخه د ۲۳ روسي دپلوماتان وباسي او دا له سړې جګړې وروسته لومړی ځل دی، چې د برتانیا او روسیې ترمنځ اړیکې تر دې حده ترینګلې کېږي.
برتانیا ۲۳ روسي دپلوماتان وباسي
د برتانیا حکومت پتېیلي چې له دغه هېواد څخه د ۲۳ روسي دپلوماتان وباسي او دا له سړې جګړې وروسته لومړی ځل دی، چې د برتانیا او روسیې ترمنځ اړیکې تر دې حده ترینګلې کېږي.

د جمهورآژانس د خبر له مخې برتانیه د روسیې ٢٣ دپلوماتان د یو پخواني روسي جاسوس سرگي سکرپل او د هغه په لور د کیماوي حملې په غبرگون کې وباسي.

په دغو دواړو باندې د مارچ په ۴ نیټه دغه کیمیاوي وژونکي دوایي استعمال شویده او هغوي دواړه تراوسه پورې په روغتون کې بستري دي، چې د ډاکټرانو په وینا د دواړو حالت جدي دی.

د برتانیې  لومړی وزیرې ټریسا می د دغه کیمیاوي حملې تور د روسیې په ولسمشر ولادمیر پوتن لگولی دی. امریکا هم د برتانیې د دریځ ملاتړ کوي.

اغلي مې د روسیې حکومت ته د سه شنبې پورې مهلت ورکړېدی چې پدې اړه خپل دریځ وړاندي کړي چې روسیې څنگه دغه کیمیاوي دوا برتانیې ته رالیږلي ده.

روسیه وایي چې هغوي په دغه پیښه کې هیڅ ډول لاس نه لري.

په سکرپل باندې تور و چې د برتاینې د M16 لپاره یې جاسوسي کړیده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي