۰

پاکستان وايي افغان کډوال دې بېرته خپل هېواد ته ستانه شي

پنجشنبه ۲۴ حوت ۱۳۹۶ ساعت ۰۸:۴۶
پاکستان یو ځل بیا په دغه هېواد کې له مېشتو افغان کډوالو غوښتي، چې نور د دوی خاوره پرېږدي او خپل هېواد ته ستانه شي.
پاکستان وايي افغان کډوال دې بېرته خپل هېواد ته ستانه شي
پاکستان یو ځل بیا په دغه هېواد کې له مېشتو افغان کډوالو غوښتي، چې نور د دوی خاوره پرېږدي او خپل هېواد ته ستانه شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر احسن اقبال ویلي، پاکستان افغان کډوال دې په آبرومندانه توګه افغانستان ته ولاړ شي.

نوموړي زیاته کړې، پاکستان ټولې هغه لارې چارې سنجولې دي چې له مخې یې باید افغان کډوال خپل هېواد ته ولېږول شي.

اقبال ویلی، داسې اندېښنې شته چې ځینې افغانان به پاکستانۍ پېژندپاڼې واخلي، خو په وینا یې دوی د دې ستونزې د حل لپاره اړین تدابیر نیولي دي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر زیاتوي، چې افغان کډوال به افغانستان ته لېږل کېږي او په دې تړاو له دغو کډوالو سره خبرې شوې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې څه موده وړاندې د بلوچستان او پنجاب ایالتونو چارواکو هم ویلي وو، چې د پسرلي له پیل سره به سم د هغو افغان کډوالو ایستل پيل شي چې په پاکستان کې د اوسېدو قانوني اسناد نه لري.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي