۰
دفاع وزارت:

افغان پوځ اجازه لري، چې د پاکستان د راکېټي بریدونو ځواب ورکړي

شنبی ۲۶ حوت ۱۳۹۶ ساعت ۰۹:۰۰
د افغانستان ملي دفاع وزارت وايي، افغان پوځ اجازه لري، چې د پاکستان د راکېټي بریدونو بالمثل ځواب ورکړي.
افغان پوځ اجازه لري، چې د پاکستان د راکېټي بریدونو ځواب ورکړي
د افغانستان ملي دفاع وزارت وايي، افغان پوځ اجازه لري، چې د پاکستان د راکېټي بریدونو بالمثل ځواب ورکړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې پاکستان یو ځل بیا له تېرې اونۍ راهیسې له ډېورنډ کرښې له پورې غاړې پر افغان خاوره راکټي بریدونه پیل کړي دي.

په تېرو څو ورځو کې د پاکستاني پوځیانو له خوا د کونړ ولایت په یو شمېر ولسوالیو تر ۲۰۰ زیات توغندي ویشل شوي، چې د چارواکو په خبره یو تن په کې ټپي شوی او سلګونو کسانو کورنه پرېښي دي.

افغان حکومت په وار وار هڅه کړې چې له دیپلوماتیکو لارو چارو د پاکستان د راکټي بریدونو مخه ونیسي، خو پاکستان هر ځل پر کړو ژمنو پښه ایښې او بریدونو ته یې دوام ورکړی.

د پاکستان د راکټي بریدونو دوام افغان حکومت هم دې ته اړ کړ، چې پوځ ته د بالمثل برید امر ورکړي.

د ملي دفاع وزارت ویاند تورن جنرال دولت وزیري وايي، افغان پوځ نور امر ته اړتیا نه لري، بلکې د پاکستان د راکټي بریدونو ځواب باید ورکړي.

د وزیري په خبره افغان ځواکونو ته ويل شوي چې له هرې خوا چې حمله کيږي، ورته ځواب دې ورکړي، هېڅ ډول امر ته اړتیا نه لري او بايد حملو ته متقابل ځواب و وايي.

جمهور خبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي